FANDOM


Ariana.jpg

اريانا

اريانا د هغی لویی جغرافیايي سيمې پخوانی نوم دي چه اوسنی افغانستان پکی پروت دی په تاریخی آثارو کی د آریانا په نامه ثبت شوی دی آو د٥٠او٧٠ درجو شرقی طول البلد آو ٢٥ آو ٣٥ درجو شمالی عرض البلد په منځ کی موقعیت لری.

د اریانا حدود په لویدیز کی د ایران له مرکزی فلات نه هغی کرښی چه د پارت ایا لت ئی د میدیا له ایالته آوکارمانیا ئی د پارس له ایالته جلا کول، په ختیځ کی دسنکیا نگ آو کشمیر تر ایا لتونو پوری، په جنوب کی د هند تر نیمی وچی آو عرب تر سمندرگی پوری، په شما ل کی د اکسوس (جیحون یا آمودریا) دسین شمال ته د منځنۍ ایشیا د جلگو په شمول د آرال تر سمندرگی پوری وه.

د لمړي ځل د پاره دا نوم د یونانی آراتسفن په کتاب کی له میلاد نه مخکی په دریمه پیړۍ کی داریانا په شکل راغلی آو دالا ندی ایالتونه ئی احتوا کول:

باختر(بلخ آو تخار)، آریا(هرات)،خوارزمیر(خوارزم)، مرگیانا(مرو)، پارتیا( طوس آو نیشاپور)، کارمانیا(کرمان)، پرسیس(پارس)، سکاستین یا درنگیانا(سیستان)، اراکوزیا(هلمند آو کندهار)، گیدروسیا(بلوچستان)، پاکتیا(پکتیا، خوست آو کرمه تر ابا سینه پوری)، گندهارا( کابل آو پیښاور) آو پاروپامیزس(غورآو هزاره جات).

د اریانا کلمه دآریائیانو دټاټوبی له پاره استعمال شوی ده. آریائیان سپین پوستی خلک وه چه د لوی مهاجرت (٢٠٠٠- ٢٥٠٠) ق.م په شا آو خوا کی ئی د چین د شما ل له د ښتو آو منگولیا څخه د لویدیز آو جنوب لویدیز په لورمهاجرت وکړ، لمړی د اکسوس په شمال کی په هغه ځای کی چه دآریاویجه په نامه یادیده، ځای په ځای شول. ددوی شمیرد وخت په تیریدو سره زیات آو دآ مو سین و جنوب ته را تیر شول چه له هغه ځایه یوی برخی د جنوب آو جنوب ختیځ خوا ته د هند په لوری آو بلی برخی د لویدیځ په لوری پارس آو وړاندی د اروپا و قاری ته مهاجرت وکړ.

دآمو د سین په جنوب کی د هندوکش په شمالی آو جنوبی درو کی له میشته کیدو وروسته د آریا- ئیانو لوی مدنیت آو دولتونه جوړ شول. هغه لمړنی آریائی دولتونه چه په تاریخ کی د هغوی په هکله یو څه ناڅه معلومات شته د پیشدادیانو، کیا نیانو آو اسپه دولتونه د یادیدو وړ دی چه د موجودیت وخت ئی د ۲٠٠٠- ٦٠٠ ق.م تر منځ اټکل شوی دی.

د اریانا اکثره سیمه وروسته د ایران هخامنشی دولت ( ۵۴۵ – ۳۳۳ق.م) ونیوله چه دی وضعی د مقدونی اسکندر تر یرغل( ٣٣٣ق.م) پوری دوام وکړ.

مقدونی اسکندر د پارسانو حاکمیت ته په ټوله آریانا آو له هغی جملی زمونږ په خاوره کی خاتمه ورکړه آو خپله پری مسلط شو تر هغو چه په ٢٥٠ ق.م کی د باختر آو سغدیانی د ایالتونو یونانی حاکم دیودوت خپله خپلواکی اعلان آو زمونږ په خاوره کی ئی د یونان آو باختری خپلواک دولت جوړ کړ( ٢٥٠-۱۳۵ ق.م).

دوهمه لویه امپراطوری د ساکا- پهلوا امپراطوری وه( ۹۷ق.م- ۷۵م.) چه پلازمینه ئی لمړی د کندهار دښار په شا آو خوا کی وه.

د اریانا دریمه لویه امپراطوری د کوشان امپراطوری وه چه په دریوو دورو ویشل کیږی: لوی کوشانیان( ۴٠-٢٢٥ م.)، واړه کوشانیان یا کیداریان( ۳٥٠-۴٠٠ م.) آو کابلشاهان یا رتبیل شاهان (٦٠٠-٨۷٠ م.).

د یفتلیانو دولت د سپینو هونانو په واسطه په ٤٢٥ م. کی د هندوکش په شمال کی جوړ آو په دوامداره توگه د ایران له ساسانیانو( ٢٢۴-٦٤٢م.) آو دهند دگوپتا له دولت( ۳٢٠-٥۳٥م.) سره چه دواړو زمونږ په خاوره تیری کاوه په جنگونو آو شخړو بوخت وه. تر هغو چه په ٥٦٦م. کال کی ئی د ترک آو ساسان د قواوو د گډ یرغل په نتیجه کی سقوط وکړ.

د کیداریانو پاتی کسان چه له یفتلیانو نه تښتیدلی وه د هغوی له سقوط نه وروسته بیا راغلل آو د کابلشاهانو دولت ئی جوړ کړچه د اعرابو دبریدونو په وړاندی ئی ډیر سخت مقاومت وکړتر هغو په ٨۷٠م. کال د صفاریانو له خوا مات آو ختم شول.

سرچينه سمول

ټاټوبى

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki