FANDOM


Amir amanullah khan

غازي امان الله خان

امير امان الله خان د افغانستان يو پياوړی پاچا وو. تر ده د مخه د ده پلار چي امير حبيب الله خان نومېدئ پاچا وو. کله چي د ده پلار مړ سو نو يوه ورځ وروسته امان الله خان په ١٩١٩ عيسوي کال کي چي د امير حبيب الله خان دريم زوی وو پاچا سو.

پاچا امان الله لږ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي اعلان کړه. د ١٩١٩ عيسوي کال د می پر پنځمه نېټه يې د انګريزانو پر پوستو باندي په درو جبهو کي حملې وکړې چي دغه نو د افغانستان او انګريزانو دريم جنګ دئ. د جنګ د ډېر شدت په نتيجه کي دواړو خواوو سوله سره وکړه.

امان الله خان د خپل نيکه امير عبدا لرحمان خان د سياست په خلاف د خپل شمالي ګاونډي ( روسيې ) دوستۍ ته لاس واچاوه. په هيواد کي يې

ډېر اجتماعي او سياسي اصلاحات پيل کړه چي د يوې خوا د شوروي سره دوستي او دبلي خوا څخه د امان الله خان دغه ژر اصلاحات او د انګرېزانو پروپاګنده سبب سوه چي خلک دده په مخ کي و درېدل او ښورښونه يې وکړه. هغه وو چي د کابل چاري حبيب الله کلکاني ته چي د سقاو د زوی په نامه مشهور او يو غل وو په لاس ورغلې . او دا چي په هيواد کي د امان الله په مخ کي د انګريزانو د لاس وهنو په سبب نا آ رامي راغله او پاچا امان الله نه غوښته چي انسانان دي ووژل سي نو پسله لسو کالو پاچاهۍ څخه د ١٩٢٩ عيسوي کال د جنوري په مياشت کي د کندهار د لاري څخه د افغانستان څخه ووت او ايټالې ته يې ځان و رساوه او د ژوند تر آخره پوري هلته پاته سو.


سرجينه سمول

پښتو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki