FANDOM


علامه عبدالحي حبيبي.jpg

علامه عبدالحې حبيبي

لوي استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د ملا عبدالحق آخندزاده زوي، د مولوي عبدالرحيم آخندزاده لمسئ او د علامه مولوي حبيب الله مشهور په محقق کندهاري کړوسئ ؤ (ستر علامه حبيب الله آخندزاده مشهور په حبو آخندزاده کندهاري په ١٢هـ ق پيړي کې د کندهار په ښار کې د علم او پوهني ټولنه ايجاد کړي وه او په سل هاوځوانان ئي روزلي وه چې په پښتو، فارسي او عربي ژبو کې ٣٣ کتابونه کښلي دي چې په خواشيني سره د علامه حبو آخندزاده ډير څيړنيز او علمي ليکني د شرايطو او پيښو د زيان څخه په امن ندي پاته سوي يا د استفادي څخه وتلي او يا هم ورک سوي دي، ډير لږ شمير اوس اوس د حيدرآباد، دکن، پيښور، ملي آرشيف او د علامه اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد په کتابتونو کې موجود دي چې د علامه حبو آخندزاده افکار د ابتکار څخه ډک او د علومو او فنونو درنسانس دوره ئي راوستي وه). ارواښاد لوي استاد علامه پوهاند حبيبي د ١٣٢٧ هـ ق کال د ربيع الثاني په ١٧د پنجشنبي په ورځ (١٢٨٩هـ ل) د کندهار د ښار باميزو په کوڅه کښي زيږيدلي او په خټه کا کړ ؤ. ده خپل لومړني تعليم د کندهار په ابتدائي ښوونځيو کې تر پنځم ټولګي پوري سرته رسولي دي تر پنځم ټولګي ورسته په ١٣٠٦ هـ ل کال هم هلته د ابتدائي ښوونځي ښوونکي مقرر سو او په ١٣٠٧ هـ ل کال د کندهار د ”طلوع افغان “اخبار مرستيال وټاکل سو، څو چې په ١٣١٠ هـ ل کال کې د ”طلوع افغان“ اخبار چلونکي په توګه لس کاله پرله پسي کار وکړ او هغه اخبار ئي په ښه عالمانه توګه وچلا وه چې د پښتو ژبي او ادب لپاره ئي روښانه خدمتونه وکړه. په ١٣١٩هـ ل کال کابل ته راوغوښتل سواو د پښتو ټولني مشر وټاکل سو چې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيال په حيث ئي هم کار کاوه. په ١٣٢٠ هـ ل کال د پوهني د وزارت د سلاکار په حيث وټاکل سو. په ١٣٢٣ هـ ل کال کې د ادبياتو پوهنځي ئي په کابل کې تاسيس کړه او د لمړني مشر په توګه وټاکل سو. په ١٣٢٥ هـ ل کال کې د کندهار د پوهني رئيس سو. په ١٣٢٦ هـ ل کال په چمن کې افغاني وکيل التجار مقرر سو. لوي استاد حبيبي چې د مشروطيت غوښتونکو د هيلو او ارمانو سره د ويښ ځلميانو د ګوند په بنسټ ايښودلو کې فعاله برخه درلوده خو د شرايطو پر اساس ئي ښکاره ګډون نه درلود. په ١٣٢٧ هـ ل کال ملي شورا کې د کندهار د ښار د خلګو منتخب وکيل انتخاب سو چې د ولسي جرګي په اوومه دوره کې د ارواښاد لوي استاد علامه پوهاند حبيبي په نوښت د پارلماني ديموکراسي د غوښتنکو ډله جوړه سوه چې:

  • د حکومت د بي عدالتيو او فساد ختمول
  • د ويجاړ هيواد د رغوني او سوکالي لپاره زيار
  • په هيواد کې د خلګو ويښتيا او د ځوانانو سالمي روزني ته پاملرنه
  • په هيواد کې د مطبوعاتو او بيان آزادي غوښتني

لپاره مبارزه پيل کړ چې ارواښاد مير علامه محمد غبار، دکتور محمودي او نور پر آزادي مينو مبارزينو نومونه د يادوني وړ دي. د ديموکراسي دغه بهير ډير ژر د سلطنتي کورني د بيري او تشويش وړ و ګرځيدي نو د درباريانو لخوا يوڅه وکيلان ئي د پيسو او مقام په ورکولو سره خپل کړل او د ديموکراسي د مخنيوي په خاطر د هيواد دوست، ايمانلرونکي او مبارز وکيلان د علامه حبيبي په ګډون تر بريد لاندي راغلل او د مرګ ګواښ ورته وسو نو لوي استاد مجبور سو چې د هيواد څخه ووځي او هجرت وکړي چې لس کاله په پاکستان کې پاته سو. ارواښاد محمد علم بڅرکي د ويښ ځلميانو په نامه خپل اثر کې د لوي استاد علامه حبيبي د وکالت او هجرت په اړه ليکي ”په دغه ترڅ کښي چي حکومت په ديموکراسي ځان معرفي کوي او هم د حکومتي اعضأ د خطا ايستولو په غرض ورته ديموکراتيکه دوره وائي په دي وخت کښي ويښو ځلمو چي کوم کار وکړ هغه د ښاغلي حبيبي صاحب په اولسي جرګه کې د کندهار لخوا کاميابيده وه ... چې اولسي جرګه په اجرااتو پيل وکړ او هلته ملي نمايندګانو بيانونه ورکړل حکومت ته ور معلومه سوه چي ملي مفادات د حکومتي مفاداتو سره توپير لري او د حکومت هيلي ملي شخصيتونه نه تائيدوي نو په دي توګه د ملي نمايندګانو او حکومت تر منځ توره کټوتېره سوه، حبيبي صاحب په مرګ تهديد سو او ژوند ئي په خطر کښي ولويد، دوي و نه کولاي سواى چي د حکومت هري وړ ناوړ خبري ته سر ټيت کړي نو د ملي آرزوګانو سره سم ئي د کابل سرداري شورا ترک وهله او په پاکستان کې ئي سياسي پناه حاصله کړه. “ لوي استاد په پاکستان کې د خپل هيواد د خلګو د برخه ليک د ټاکني او د استبداد پر ضد ئي د مبارزي ږغ پورته کړ،دجمهوري نظام جوړول او ولس واکي لپاره د ”آزاد افغانستان“ اونيزه جريده ئي په پيښور کې خپرول چې د”آزاد افغانستان“ د تحريک اهداف او هيلي په لاندي ډول پکښي ليکلي وي:

  1. د استقلال ساتنه.
  2. د يو آزاد ملي حکومت قيام.
  3. ملت د اسلام، علم او مدنيت په چوکات کې يو مترقي لاري ته سوق.
  4. د ټولو غير اسلامې او غېر حقوقي امتيازاتو لغوه کول او د مساوات ټينګښت.
  5. حاکميت د ملت حق دي.
  6. حاکمه حکومت ته تر سقوط ورکولو د لوئي جرګي په واسطه داسي حکومت جوړول چې د خلګو لپاره د خلګو لخوا او د خلګو په ذريعه وي.
  7. ملي حکومت به د دا دوه ويشتو کلوملي خائنان محاکمه کوي.
  8. کومي سرمايي چي بهرته ليږدول سوي دي بيرته به ئي لاس ته راوړي.
  9. د غېر قانوني مالياتو لغوه کول.
  10. نوي اساسي قانون به د اسلام او مدنيت په اساس جوړيږي.

چې د لوي استاد پوهاند حبيبي دغه ږغ د ملي سياسي غورځنګو لپاره د جمهوري غوښتنو لمړئ ابتکار ؤ. څنګه چې علامه حبيبي په پرديس کې هم د ملي اهدافو او ګتو پر ضد ونه دريدئ او د يو ملي افغان مبارز په توګه پاته سو نو په پاکستان کې د ده پر ژوند او فعاليت باندي پابندي و لګيده چې ارواښاد علامه پوهاند حبيبي د افغانستان و سفارت ته په کراچي کې داخل سو چې د کابل حکومت سم لاسي په کراچي کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي آتشي په توګه وټاکي او کله چې د افغانستان او پاکستان سياسي روابط پر ېکړه سوه نو ارواښاد لوي استاد د افغاني سفارت د نورو غړو سره (١٣٤٠ هـ ل کال) د الوتکي په ذريعه کابل ته ولاړل. لوي استاد چې د پوهني او د ځوانانو د روزني سره خاصه مينه درلوده نو د کابل په پوهنتون کې د ادبياتو په پوهنځي کې استاد سو او ١٣٤٤ هـ ل کال کې د پوهاند علمي رتبه ورته ور کړل سوه. په ١٣٤٥ هـ ل کال کې د د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د تاريخ د ټولني رئيس په حيث او د ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په صفت کار کاوه. په ١٣٤٦ هـ ل کال کې د شهيد محمد هاشم ميوندوال تر مشري لاندي د مترقي ديموکرات ګوند چې د هيواد له هري خوا د ترقي غوښتونکو ځوانانو په ګډون جوړ سول او د ويښ ځلميانو يو شمير مشران د لوي استاد علامه حبيبي، فاضل استاد بينوا، علامه اکاډميسن پوهاند رشاد، استاد خواخوږي، ښاغلي فيض محمد انګار، پوهاند شاکر، خان عبدالهادي خان هادي، مدير غلام جيلاني خان، ښاغلي محمد علم بڅرکي، وکيل نور محمد پوپل، مدير غلام دستګير پوپل، ښاغلي عبدالصمد ويسا، ښاغلي فتح محمد خټګر، مدير عبدالغني ميوندي او نورو سره په مترقي ديموکرات ګوند کې خپل سياسي فعاليتونو ته دوام ورکړ چې په ١٣٥٠ هـ ل کال کې د ځيني اختلافاتو په وجه د ويښ ځلميانو د مشرتابه ډله په استثنا د ښاغلو بڅرکي، دستګير پوپل او ميوندي د مترقي ديموکرات د ګوند څخه ووتل.

  • په ١٣٥١ هـ ل کال کې د عظمي صدارت د فرهنګي چارو سلاکار وټاکل سو.
  • په ١٣٥٢ هـ ل کال کې بيا د ادبياتو د پوهنځي استاد سو.
  • په ١٣٥٦ هـ ل کال کې د ادبياتو د پوهنځي د ماسټري د دوري استاد سو.
  • په ١٣٥٧ هـ ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي سلاکار په حيث وټاکل سو.

د ١٣٥٩ هـ ل کال څخه تر ١٣٦٣ هـ ل کال پوري د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د علمي او کلتوري سلاکار په توګه کار کاوه. لوي استاد حبيبي د خپل ژوند په (٧٤) کالو کې څه د پاسه په (٣٦) علمي او کلتوري نړيوال سيمينارونو او کنفرانسونو کې برخه اخستي وه او (١١٥) ټوکه کتابونه او په سوؤ مقالي او مضامين ئي ليکلي دي چې نه يوازي افغان پوهان او د علم پتنګان ورڅخه ګټه اخلي بلکه د آسيا، اروپا، امريکا او اسلامي نړي په هيوادو کې ليکوالان او څيړونکي په انګريزي، عربي، فرانسوي، اردو او نورو ژبو باندي خپاره سوي آثارو څخه استفاده کوي. علامه حبيبي په پښتو، دري، فارسي، عربي، انګريزي او اردو ژبو باندي ښه پوهيده او ليکنه ئي هم کول. لوي استاد د پښتو د ژبي لپاره ډير لوي خدمتونه کړي دي چې د پښتو شعر زر کلني او د دولس سوه کلني مستند قدامت ئي په اثبات رسولي دي چې ارواښاد نوميالي فاضل استاد بينوا په اوسني ليکوال (لومړي ټوک) خپل اثر کې داسي ليکي: ” د پښتو ژبي بنسټ که څه هم د علمي اسنادو له مخي څو زره کاله لرغوني دي خو د (پټي خزاني) د پيدا کيدو تر وخته د پښتو د شعر مستند قدامت زرو کالو ته نه رسيده نو څنګه چې دا تذکره د ښاغلي حبيبي په زيار پيدا سوې، د شرح او ترجمي سره چاپ سوه، د پښتو ادب د دي قدامت د ثبوت افتخار هم په اوسنيو ليکوالو کې د لومړي ځل د پاره د ده په برخه سوي دي. “ پياوړي ليکوال او څيړونکي سر محقق زلمي هيواد مل (استاد حبيبي د معاصر فرهنګي بهير سر لاري) تر سر ليک لاندي خپل مقاله کې د لوي استاد حبيبي د دري ژبي لپاره د هلو ځلو په برخه ليکي:” له پښتو چي ورتير سو استاد حبيبي په دري ژبه هم ځيني داسي کارونه وکړل، چي د افغانستان د دري ژبو په فرهنګي حلقو کښي ئي بل ساري نه ليدل کيږي او ابتکاري اړخونه ئي ثابت دي، په دري ژبه کښي د ده د تحقيق په بيلو بيلو ساحو کښي قلم چلولي دي چي البته په هغو ساحو کښي نو رو افغان دري ژبو عالمانو او فرهنګيانو هم تجربي کړي وي اما د دري ژبي د ځينو عمده متونو په تصحيح او تحقيق کښي د لوي استاد دا کارونه په افغانستان کښي بي ساري دي. “ لوي استاد پوهاند حبيبي په نوښت او پياوړي ګډون په افغانستان کې د علومو اکاډمي بنسټ کښيښودل سو او د يو لوړڅيړنيز علمي ټولني په حيث تر ننه پوري کار کوي. لوي استاد د خپل عمر په اوږدو کې شاعري هم کړي ده که څه هم ئي شعر کم ويلي دئ خو په معيار پوره او په زړه پوري شعرونه ئي زموږ د معاصر ادب تلپاتي بيلګي دي. لوي استاد په پښتو او فارسي ژبو شعرونه ليکلي دي ارواښاد اکاډميسن پوهاند دکتور جاويد د لوي استاد د فارسي شاعري په هکله وايي: ” هر چند استاد حبيبي کمتر شعر ميګفت و به قول بيهقي کمترين هنرش شعر بود اما باز هم اشعار استوار و دل انګيز به زبان دري دارد.“ علامه حبيبي د لوي حافظي خاوند او مبتکر شخصيت ؤ، څو ليکي ئي هم چې په سترګو سوي واي بيا ئي نه هيريدي او کلونه ورسته ئي څيړونکو ته ماخذ او پته ورکول. لوي استاد مهربان، زړه سواند او حليم خصلت درلود. زه وياړم چې څه د پاسه دوه کاله د لوي استاد په خدمت کې وم او دفتري چاري مي ورته سمبالولي. استاد ډير په مينه د هر چا سره که عالم و که زده کونکي او يا د محل خلګ و هر يو ته له ځايه را ولاړي دي، روغبړ او احوال پوښتنه ئي کول او په صميميت او لوروني د شناخته او پردي، مشر او کشر و پوښتنو ته ځواب ورکاوه، په ډيره ساده ژبه ئي علمي لارښوونه ورته کوله او هيڅ څوک ئي نه ځواباوه، په دفتر کې چې ناست و او څه ته ئي چې ضرورت درلود نو زنګ ئي نه واهه پخپله د دفتر څخه وتي او په مينه سره ئي ملازم ته ويل چې دغه کار تر سره کړه، تــکبر او ځــان غوښتني ئي نه درلود، د ژوند په ورستيو ورځوکي هم ليکني کولي او هيڅ نه ستړئ کيدئ که څه هم د زړه ناروغي ئي درلوده او ډاکټرانو ورته د استراحت سپارښت کاوه خو ده ما ته ويل چې ”دغه مضمون چې بشپړکم نور نو نه ليکم. “او بيا به ئي هم ليکل تر وروستي شيبو د ژوند ئي ليکني ته دوام ورکړ تر څو چې د زړه حمله پر راغله نو محترمي ميرمني ئي ماته تيلفون وکړ او وي ويله:”پر استاد د زړه حمله راغلي ده ژر تر ژره ډاکټر راوله. “ ما ژر معالج ډاکټر شاه مراد واصيل چې د طبي علومو د اکاډمي د داخلي څانګي لوي متخصص و په ډيره بيړه د لوي استاد کورته ورساوه، ډاکټر ژر تر ژره معاينه تر سره کړه. خو! په ډيره خواشيني ئي راته وويل چې لوي استاد په لوي سفر ولاړ... هؤ! د ستر تاريخپوه، تکړه ليکوال، نوموړي اديب، پياوړي څيړونکي، ميړني سياستپوه، ټينګ ويښ ځلمي، دشلمي پيړي ستر نابغه علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د ١٣٦٣ هـ ل کال د ثور د مياشتي پر ١٩ نيټه چې د ١٩٨٤ ميلادي کال د مي د مياشتي د ٩ نيټي سره سمون لري د کابل د ښار د جمال ميني په سيمه کښي د ٧٤ کالو په عمر په حق ورسيدي. خداي (ج) دي ئي و بخښي او جنت الفردوس دي ور په نصيب کړي. علامه اکاډميسن پوهاند رشاد د لوي استاد علامه حبيبي د شخصيت او علميت په باب ويلي: ”د لوي استاد ځاي تش دي قرنونه قرنونه، عمرونه عمرونه په کار دي چي دا ځاي ډک شي، د استاد ځاي يوازي زموږ نه دي د هغه د علم د سرچينې څخه يوازي د افغانستان خلګو يا افغانانو فيض نه دي موندلي بلکه د هغه فيض په منطقې کښې عام ؤ او د ټولې منطقې خلګ غالباً د ده له فيض څخه مستفيد سوي او له ده څخه ئي فايده وړې ده ... “ د علامه پوهاند حبيبي ليکني د هر طالب العلم لپاره بله ډيوه، د څيړونکو لپاره د لاري ښوونکي او د هر هيواد پال افغان لپاره د ملي پيوستون او ملي احساساتو پارونکي دي نو داسي ځلانده ستوري د خلګو په زړونو کې تلپاتي دئ. آه، افسوس زموږ د تورو شپو قـمر ولاړ عــــلامــه د زمــــانــــي د عــلم لـمـــر ولاړ استاد خواخوږي

سرچينه سمول

ذ استاد رسمي ويبپاڼه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki