FANDOM


Khorasan.jpg

خراسان

د خراسان کلمه په زړه پارسی کی دختیځ یا ختیځو ملکونو په معنی استعمال شوی ده آو د اسلامی دوری آو له هغه نه مخکی مورخینو آو لیکوالو په آ ثارو کی د پارس و ختیځی ځمکی ته و یل شوی چه په اغلب گمان لمړنی استعمال ئی د ایران د ساسانیانو د وخته شوی دی.

لمړنی عربی اثر چه د خراسان کلمه پکښی راغلی ده د بلاذری د فتوح البلدان تاریخ ده چه په ٢۵۵هجری( ٨۷م.) کی تأ لیف شوی دی.

د خراسان نوم لمړی د افغانستان د شمال لویدیز یوی محدود ی ساحی ته آو وروسته بیا ټول افغانستان ته ویل شوی دی.

مًورخینو په خپلو آثارو کی د خراسان د پاره دوه رنگه حدود کښلی ده – خاص خراسان آو عام خراسان. اکثره مًرخینو آو دهغو په ډله کی بلاذری خاص خراسان په لاندی ایالتونوویشلی دی:

نیشاپور( نننی خراسان)، هرات، مرو، خوازم، تخارستان، بلخ، ماوراًلنهر آو فرغانه.

د عام خراسا ن احتمالی څلور خواوی د اکثره مًورخینو په آثارو کی داسی راغلی دی:

په شمال کی اکسوس( آمودریا)، په لویدیز کی گرگان آو حلوان یا د لوت دښته آوکرمان،په ختیځ کی کی د جیلم یا نیلاب سین آو په جنوب کی د عرب سمندرگی.

دتاریخ په هغه دوره کی چه دا جغرافیائی سیمه چه اوسنی افغانستان پکی پروت دی د خراسان په نامه یادیده، دا لاندی دولتونه آو امپراطوری تیری شوی دی:

  1. د خراسانی آبو مسلم دولت۷٤٦-۷۵٤ پلازمینه ئی د مروی ښا ر
  2. د طاهریانو دولت۱٨٢-٨۷٢ پلازمینه ئی لمړی هرات،وروسته نیشاپور
  3. د صفاریانو امپراطوری ٨٦٠-۹۱٠ پلازمینه ئی زرنج
  4. د سامانیانو امپراطوری ٨۹٢-٩٩٩ پلازمینه ئی لمړی بلخ بیا بخارا
  5. دغزنویانو امپراطوری ۹٦٢- ۹۹۹ پلازمینه ئی غزنی
  6. د غوریانو امپراطوری ۱۱٤٨- ۱٢۱٤ پلازمینه ئی غور
  7. دکرت د ملوکو سلطنت ۱٢٤۵-۱۳۱٨ پلازمینه ئی هرات
  8. د هرات د تیموریانو امپراطوری ۱٤٠٤-۱۵٠۷ پلازمینه ئی هرات

کله چه اعرابو په اوومه میلادی پیړۍ کی لمړی ایران ونیو آو بیا ئی افغاستان ته مخه کړه ، د غربی خلافت په جیوپولیتیکی ویش کی خراسان هغی سیمی ته ویل کیده چه د ایران اوسنی د خراسان ایالت ( استان خراسان ) پکی پروت دی آو وروسته بیا دا مفهوم وسیع آو دختیځ لوری ته پراخ شو.

لویه شخړه آو غلط فهمی دا خبره پیښوی چه له اتمی میلادی پیړۍ را وروسته کوم له اعرابو نه خپلواک دولتونه چه په دی سیمه( خراسان) کی جوړ شوی وه ، هغه ټول خالصه افغانی دولتونه وه چه موًسسین ئی هم افغانان وه. د خراسانی دولتونو لویدیځه ځمکه چه دننی ایران زیاته برخه احتوا کوی په عربی خلافت پوری تړلی وه، مگر ایرانیان اوس دغه ټول افغانی( خراسانی) دولتونه آو امپراطورۍ خپلی بولی آو نړۍ والو ته ئی هم همدغسی ور معرفی کوی. مخصوصاّ لویدیزتاریخ- پوهان د افغانستان د پخوانی تاریخ په هکله چه د آریانا آو خراسان په دورو پوری اړه لری یا هیڅ معلومات نه لری آو یا ئی معلومات غلط آوناقص دی. په دی نسبت له اتلسمی پیړۍ نه مخکی د

افغا نستا ن تاریخ معمولاُ یا هند یا ایران ته نسبت ور کول کیږی.

د بیلگی په توگه:

  • انتونی هیمن د( افغانستان در زیر سلطهً شوروی) په کتاب کی لیکی:

"در قسمت اعظم تاریخ خود افغانستان جزئی از منطقهً نفوذ سیاسی و فرهنگی ایران بوده است وحتی هنوز هم ملیون ایران آنرا یک قسمت اصلی از ایران بزرگ دانسته جزئی از خراسان قلمداد می کنند" .آو یادا چه لیکی:

"در زمانهای مختلف تاریخ این ناحیه که بنام افغانستان شناخته شده است جزئی از یک امپراطوری بزرگتر بوده که مرکز آن در ایران یا هندوستان یا آسیای میانه قرار داشت".

  • جواهر لعل نهرو په خپل کتاب ( نگاهی به تاریخ جهان) کی لیکی:

" آنچه امروز افغانستان نام دارد در آن روزگار قدیم وتا مدتها بعد قسمتی ازهند بشمار میرفت"

  • آو یا دا چه لیکی:

" در تاریخ ایران به آن افتخار می کردند که سلطان محمود غزنوی بت سومنات و یا بت های دیگر را می شکست".

دا پورتنۍ بیلگی نه یواځی غلطی بلکه غټ دروغ آو د تاریخ جعل بلل کیږی.

سرچينه سمول

[1]

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki